د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د روغتیا وزارت د نوې جوړې شوې ملي پالیسۍ اړوند نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ او تشریح ورکشاپ کې ګډون وکړ.
عامې روغتیا وزارت وايي؛ په دې ورکشاپ کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي، مرکزي رییسانو د روغتیا برخې کورنیو او نړیوالو شریکانو ګډون درلود.
د عامې روغتیا وزیر د روغتیا وزارت له لوري نوې جوړه شوې ملي پالیسي د روغتیايي سیستم د پرمختګ، د چارو د لا ښه والي، ځان بساینې او نړیوالو همکارانو سره د منظمو اصولو او کړنلارو عملي کولو لپاره اړینه وبلله او د روغتیا برخې له کورنیو او نړیوالو شریکانو یې غوښتنه وکړه، چې د یادې پالیسۍ په ښه پلي کېدو کې خپلې هڅې دریغ نه کړي.
مولوي نور جلال جلالي وویل؛ ” له خپلو کاري شریکانو سره د منظمو اصولو او ګډې همغږۍ له لارې به د یادې پالیسۍ پر مټ د روغتیايي برخې لومړیتوبونه نظر کې نیسو، څو په ټول هېواد کې روغتیايي خدمات پیاوړي او ولس ته د اسانتیا رامنځته کېدو سبب شي”.
د یاد وزارت په وینا؛ د نوې جوړې شوې پالیسۍ پلي کېدو سره به د راتلونکو پینځو کلونو لپاره د هېواد ټولو وګړو ته د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کېدو ترڅنګ، دې برخه کې ګڼ شمېر پرمختګونه رامنځته شي چې تر ډېره به د روغتیايي سیستم د پراختیا او ځان بساینې لپاره هڅې وشي.