د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د چین له سفیر وانګ یو سره لیدلي.
د لیدنې په پيل کې د چین سفیر ویلي، چې موږ د افغانستان استقلال، ارضي تمامیت او ملي ارزښتونو ته درناوی لرو او د افغانستان په سیاسي او اقتصادي پرمختګ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا خوښ یو.
ښاغلي وانګ یو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ته د چین هېواد لخوا د افغانستان په فرهنګي برخه کې د روانو پروژو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې افغانستان د تاریخي آبداتو، لرغونو سیمو او باستاني ساحو له امله د نړۍ یو بډایه هېواد دی، چې چین په دې برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.
نوموړي همدا راز وویل، د کلتوري میراثونو ساتنه یوازې د افغانانو دنده نه ده، بلکې نړیوالو ته په کار ده چې په دې برخه کې له افغانستان سره پوره همکاري وکړي.
په پای کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د تاریخي آبداتو او باستاني سیمو په ساتنه او بیارغونه کې د چین هېواد له همکارۍ مننه وکړه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا پراختیا یې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د هېواد د تاریخي میراثونو ساتنه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لومړیتوبونو څخه ده.
ښاغلي خیرخواه همدا راز له هغو هېوادونو او سازمانونو مننه وکړه، چې په دې برخه کې همکاري کوي.
نړیوال دې د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي
