د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په څلورمه نېټه له کابل څخه د اوزبیکستان پلازمېنې تاشکند ته په دوه ورځني رسمي سفر روان شو.
په دغه سفر کې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د افغانستان بانک لوی رییس نوراحمد اغا، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال مفتي عبدالمتین سعید او د سکټوري ادارو استازي د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملتیا کوي.
د دغه سفر موخه د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پراختیا او په افغانستان کې په بېلا بېلو سکټورونو کې د ازبیکستاني پانګوالو د پانګونې جذب دی، چې دواړه لوري به پرې بحث او خبرې وکړي.