ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل او تاشکند په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د ګډې همکارۍ په پراختیا ټینګار کړی

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند اوزبیکستان ته د خپل سفر پر مهال نن د ۱۴۰۳لمریز کال د کب میاشتې په څلورمه نېټه د دغه هېواد د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خوجه یوف سره په دویمه ګډه ناسته کې دواړو لورو د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې پر ګډو همکاریو خبرې کړې دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال ویلي؛ د افغانستان او اوزبیکستان ملتونه دیني، تاریخي، کلتوري او قومي مشترکات لري او دغو بنسټیزو مشترکاتو د تاریخ په اوږدو کې د دواړو هېوادونو پر سیاسي او اقتصادي اړیکو خورا مثبت اغېز کړی دی.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړې، د اسلامي امارت په حاکمیت سره د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې ورځ تر بلې د زیاتېدو او پیاوړتیا په حال کې دي او اړتیا ده چې دواړه لوري یې د لا پراختیا په موخه ګډ کار وکړي.

ښاغلي برادر اخوند د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د اوزبیکستان د مرکزي بانک له لوري د بانکي انتقالاتو په برخه کې د لازمو اسانتیاوو پر رامنځته کولو، د افغانستان بانکي سکټور د ظرفیت لوړونې په برخه کې د اوزبیکستان پر همکارۍ، په سوداګریزه راکړه ورکړه کې د دواړو هېوادونو له ملي پولي واحدونو څخه پر استفادې، په سرحد کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګمرکي سیسټمونو پر ژر وصل، د ګډ بازار لپاره د توکو په انتقال کې افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو پر رامنځته کولو، د افغان سوداګرو پر وړاندې د سوداګریزو اجازه نامو له منځه وړلو، هغوی ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د سهولتونو پر رامنځته کولو، له اوزبیکستان سره د هایدرو کاربونونو او کانونو په برخه کې د شویو توافقنامو عملي پيل باندې ټینګار کړی.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال له اوزبیکستاني لوري غوښتي، څو د ۵۰۰  کیلو ولټ برېښنا مزي او افغان – ټرانس پروژې عملي چارې ژر پيل کړي.

اسلامي امارت په دغه برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

همدارنګه ملا عبدالغني برادر اخوند اوزبیکستاني پانګوال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته رابللي او هغوی ته یې د هر ډول اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړی.

د اوزبیکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خوجه یوف په یادو برخو کې د اوزبیکستان له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، تاشکند په ټولو اقتصادي برخو کې له کابل سره د ګډ کار کولو لېوالتیا لري.

د یادونې وړ ده، چې د سوداګرۍ، ترانزیټ، د کانونو او صنعت په برخه کې د پانګونې، په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ شبکو د پراختیا او جوړولو، بانکي همکاریو او یوشمېر نورو اقتصادي برخو کې به د دواړو لورو  تخنیکي کمېټې خپل کار ته دوام ورکړي.