ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کونسلي استازولۍ مسولیت لري چې د مراجعینو ستونزو او چارو ته په ښه ډول رسېدنه وکړي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په خپل کاري دفتر کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان جنرال کونسل مولوي سید عبدالجبار سره کتلي.

په دې کتنه کې مولوي سید عبدالجبار په کراچۍ کې د افغان کډوالو د وضعیت، ننګونو او ستونزو راپور د ریاست الوزرا له اداري مرستیال سره شریک کړ.

په کراچۍ کې د افغانستان جنرال کونسل ویلي، چې دوی توانېدلي ۲ زره او ۳۴۲ افغانان چې د کراچۍ په زندان کې بندیان وو، له بنده ازاد کړي او د پاتې نورو وطنوالو د ازادولو هڅې هم دوام لري.

مولوي سید عبدالجبار زیاته کړه؛ چې دوی به په پاکستان کې مېشتو او کډوالو افغانانو ته په بېلابېلو برخو کې د خدمت په موخه خپلې ټولې هڅې وکړي.

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کراچۍ کې د افغانستان له جنرال کونسل سره پر کتنې خوښي څرګنده او په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو ته یې د خدمت په برخه کې د دوی نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وستایلې.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه؛ په ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول هغو هېوادونو کې چې د زیاتو افغان کډوالو کوربتوب کوي، سیاسي او کونسلي استازولۍ مسولیت لري چې د مراجعینو ستونزو او چارو ته غوره او بهتره رسیدګي وشي.

نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره نېک او حسنه روابط غواړي او د افغانستان استازولي دې له دغو هېوادونو سره د نېکو او حسنه ډپلوماټیکو مناسباتو او روابطو د ټینګښت لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.