د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې یې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د دوه زره او ۴۶۵ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.
د یادې ادارې د ثبت شويو ارقامو له مخې، د روان کال په سلواغه میاشت کې د ۳۶ ښځینهوو په ګډون یو زر او ۳۱۱ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۳ ښځینهوو په ګډون، یو زر او ۱۵۴ نور له هېواده وتلي دي.
له بلې خوا، د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري، چې یو زر او ۲۸۵ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۲۶ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې ۱۹۳ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.
د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، ترټولو زیات بهرني وګړي د نیمزور له بندر، د هرات هوايي ډګر او بندرونو، د تورخم، اقینې او حیرتان بندرونو او د بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.
د يادونې وړ ده، چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست د نورو کړنو او فعالیتونو ترڅنګ هېواد ته د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ ثبتولو اړوند خدمتونو مسوليت هم پر غاړه لري.