نحمده و نصلي علی رسوله الکریم اما بعد:
قال الله تبارک و تعالی: وَنَزَّلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً مُبَارَكًا فَأَنْبَتْنَا بِهِ جَنَّاتٍ وَحَبَّ الْحَصِيدِ(٩) وَالنَّخْلَ بَاسِقَاتٍ لَهَا طَلْعٌ نَضِيدٌ(١٠) رِزْقًا لِلْعِبَادِ وَأَحْيَيْنَا بِهِ بَلْدَةً مَيْتًا كَذَلِكَ الْخُرُوجُ(۱۱)( سوره ق) صدق الله العظیم.
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
اوبه د ژوند سرچينه او د انساني ټولنې د بقا او پرمختګ له اساسي عواملو ګڼل کیږي.
په ټولو هېوادونو کې غذايي امنیت، عامه روغتیا او اقتصادي وده په یو ډول تر اوبو پورې اړه لري.
ټولو ته معلومه ده، چې په نړیواله کچه اقليمي بدلونونو، ناکافي بارانونو، ویجاړوونکو سېلابونو او مسلسلو وچکاليو جدي ستونزې پېښې کړې دي.
دغه راز په ځانګړي ډول زموږ په هېواد کې د ځمکې لاندې اوبو بې کنتروله ایستنې نه یوازې د اوبو سرچينې کمزوري کوي، بلکې محيطي او ټولنیزې بدې پایلې هم لري، چې د راتلونکو نسلونو د اوبو اړتیاوو پوره کولو لپاره جدي ګواښ ګڼل کیږي.
د افغانستان اسلامي امارت د اوبو د سرچینو غوره مدیریت د وخت اړتیا ګڼي، په ځانګړي ډول د ځمکې لاندې اوبو سم کارولو او د اقليمي بدلونونو د اغیزو راکمولو په موخه د ځانګړو تګلارو پلي کولو ته ژمنتیا لري.
موږ باور لرو چې د اوبو د سرچينو د مدیریت په برخه کې د جامع حل لارو د تدوین او پلي کېدو له لارې کولی شو، د اوبو په سرجینو شته فشار راکم او دغه ارزښتناک امانت تر راتلونکو نسلونو پورې په خوندیتوب سره ورسوو.
د دې مهم کانفرانس له لارې ټولو ګډونوالو ته بې ساری فرصت برابر شوی، چې د اوبو سرچینو د مدیریت او خونديتوب په اړه خپل نظریات، څيړنې او عملي تجربې وړاندې کړي.
تر څو د حل لارو په موندلو کې ترې کار واخیستل شي.
موږ له ټولو څيړونکو او متخصصينو غوښتنه کوو، چې د خپل علم او تجربې په رڼا کې د اوبو د مدیریت او اقليمي بدلون د اغیزو کمولو په برخه کې د مؤثرو تګلارو او ستراتیژيو په جوړولو کې برخه واخلي.
څرنګه چې دغه مهم هدف ته رسېدل د بيلابیلو امارتي ادارو، پوهنتونونو، تخصصي مراکزو او خصوصي سکتور ترمنځ همکاري او همغږي غواړي، بنا په ټولو اړونده اړخونو غږ کوو، چې یادې ستونزې ته د حل په موندلو کې خپل ور په غاړه مسولیتونه ترسره کړي.
د همغږۍ او همکارۍ روحیه به د پریکړو د پلي کېدو په برخه کې مرسته وکړي او د ستونزو د حل په برخه کې به ګټور واقع شي.
په پای کې د کانفرانس ګډونوالو ته ډاډ ورکوم، چې اسلامي امارت د هر هغه اقدام کلک ملاتړ کوي، چې زموږ د مؤمن ولس ګټې او پرمختګ ورسره تړلی وي.
دغه راز له ټولو هغو مسولینو مننه کوم چې دغه مهم کانفرانس یې رابللی، د کانفرانس تدویر لپاره یې امکانات برابر کړي او یا يې دلته ګډون کړی دی.
الله تعالی دې د دوی هڅې په خپل دربار کې قبولې کړي.
ملا محمد حسن اخوند
د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا