ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ اي سي بي ایلېون د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه لوبو اتله شوه

د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ سترې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبې چې د روانې فبرورۍ میاشتې پر ۱۰مه په کندهار او ننګرهار کې پیل شوي وې، تېره ورځ د اي سي بي ایلېون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

اي سي بي ایلېون لوبډلې تېره ورځ د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د کابل الف لوبډلې ته د ۱۱۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې ترلاسه کړی.

باید وویل شي چې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبو نیمه پایلوبو ته کابل الف، اي سي بي ایلېون، خوست الف او اي سي بي ایلېون ۲ لوبډلو لار موندلې وه. 

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبې چې ۱۲ پیاوړو ولایتي لوبو پکې ګډون کړی و، په دوه ګروپونو کې یې یو د بل پر وړاندې لوبې ترسره کړې، چې هرې لوبډلې پکې پینځه لوبې وکړې او د هر ګروپ د سر دوه پیاوړي لوبډلې نیمه پایلوبو ته ورسېدلې. 

د یادو سیالیو په پایلوبه کې تېره لومړی د اي سي بي ایلېون لوبډلې توپوهنه ترسره کړه.

دوی د عثمان سادات او شېر بهادر هر یوه ۷۰ او فرمان الله ساپي ۴۱ منډو پر مټ د ۲۵۶ منډو هدف سیالې کابل الف لوبډلې ته وټاکه.

د کابل الف په ګټه کامل کاکړ، محمد داود او طارق ستانکزي هر یوه ۳ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل. 

د اي سي بي ایلېون لوبډلې د ټاکلي هدف په ځواب کې کابل الف لوبډلې یوازې ۱۴۰ منډو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه.

د دوی په توپوهونکو کې لوبډلمشر طارق ستانکزي تر نورو زیاتې ۶۹ منډې ترسره کړې.

باید وویل شي چې د اي سي بي ایلېون په توپ اچونه کې محمدالله لوګري ۲، احمدولي اسحاقزي او فرمان الله ساپي ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې. 

د لوبې د پای په مراسمو کې د اي سي بي ایلېون لوبډلې ته د اتلولۍ او د یادې لوبډلې ورو توپ اچوونکي محمدالله لوګري ته د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه او جام ورکړل شوه. 

همدا راز عثمان خان په ۳۸۱ منډو د غوره توپوهونکي او د لوبو د ځوان لوبغاړي، عرب ګل مومند په ۱۴ ویکټو د غوره توپ اچونکي او طارق ستانکزي په ۳۱۷ منډو او ۱۴ ویکټو د لوبو د تر ټولو غوره لوبغاړي جایزې خپلې کړې. 

د یادونې وړ ده، چې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبو ته د وزیر محمد اکبر خان دویمې درجې ولایتي لوبو څخه پیاوړو لوبډلو او لوبغاړو لار موندلې وه.

د لومړۍ درجه لوبو ځلېدونکي لوبغاړي به د میرویس نیکه جام درې ورځنیو لوبو او همدا راز د غازي امان الله خان جام یو ورځنیو لوبو ته غوره شي.