د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې د انرژۍ مدیریت په برخه کې د ودانیو لپاره د یوه مشورتي بنسټ سره هوکړه لاسلیک کړه.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د سټنډرډ ملي ادارې مسولینو وویل؛ دا اداره د نظام یوه مهمه اداره ده او تل یې هڅه کړې، چې د علمي او تخنیکي معیارونو په ترویج سره، خپلو هېوادوالو ته د ښه اقتصاد او هوسا ژوند زمینه برابره کړي.
د سټنډرډ ملي ادارې رییس ملا فیض الله تمیم وویل؛ دا چې انرژي د یوه هېواد د ځان بسیاینې او پرمختګ برخه کې مهم رول لوبوي، نو ضایع کول یې د ودانیزو او بنسټیزو چارو لپاره یوه ستره ننګونه ده.
په همدې اساس د انرژۍ د ښه مدیریت او پراختیا په منظور، د مشورتي، لېبل لګونې، تفتیش او د انرژۍ مدیریت بنسټ (لېمه) سره، د ګډې همکارۍ تفاهم لیک لاسلیکوو، چې پر بنسټ به یې د انرژۍ ضایعاتو کمولو او ملي سټنډرډونو تطبیق برخه کې پرمختګ رامنځته شي.
ملا فیض الله تمیم له اړوندو ادارو څخه هیله کړې، چې د پریکړه لیک د پلي کېدو په برخه کې له مونږ سره بشپړه همکاري وکړي.
نوموړي زیاته کړه؛ موږ پدې باور یو چې د حکومتي ادارو او تخصصي بنسټونو ترمنځ، ښه همکاري او همغږي د هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې سبب ګرځي.
د ښاغلي تمیم په وینا؛ که له انرژۍ څخه د ګټې اخیستنې برخه کې سټنډرډونه له پامه وغورځول شي، نو د انرژۍ ضایعات به زیات، لګښتونه به یې لوړ او چاپېریال ته به جدي زیانونه متوجه کړي.
ملا فیض الله تمیم وویل؛ د ګډې همکارۍ دا پریکړه لیک به د انرژۍ د مصرف او مدیریت برخه کې مهم او اساسي رول ولوبوي.
د سټنډرډ ملي ادارې رییس زیاته کړه؛ مونږ به د ګډو همکاریو له لارې د انرژۍ د مدیریت علمي معیارونه جوړ او کیفیت به یې لوړ کړو.
دغه راز دولتي او خصوصي سکتورونه به وهڅوو چې د انرژۍ سپما ته پاملرنه زیاته کړي.
نوموړي همداراز وویل؛ د سټنډرډونو په واسطه کولی شو چې د محصولاتو او خدماتو کیفیت لوړ کړو او د انرژۍ له ضایعاتو څخه مخنیوی وکړو.
د دې پریکړه لیک پر مټ به په جوړو شویو او نویو جوړېدونکو ودانیو کې د انرژۍ د حفظ او ضایعاتو مخنیوي سټنډرډونو د تدوین او پلي کېدو برخه کې دوه اړخیزه همکاري پیاوړې کړو.
په ودانیو کې د انرژۍ ضایعاتو مخنیوي لپاره، د ملي او نړیوالو سټنډرډونو څخه په استفادې د تحقیقاتي پروژو ترسره کول او په دې برخه کې د متخصصینو روزل، د اړتیا وړ علمي اسنادو او مدارکو تدوین او تالیف، په ودانیو کې د انرژۍ تحفظ د مشخص کود ایجاد او په ودانیو کې د انرژۍ ضایعاتو مخنیوي سټنډرډ د کاري پروسې په اړه د متخصصینو د ظرفیت لوړول؛ د یاد هوکړه لیک له موخو څخه دي.