عامې روغتیا وزارت وايي، چې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو.
په دې کمپاین کې به ۶.۳ میلیونه تر ۵ کلنۍ کمعمره ماشومان واکسین شي.
یاد کمپاین به د کابل په شمول په ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، کندهار، هلمند، زابل، روزګان، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، بغلان، هرات او بادغیس ولایتونو کې تر څلورو ورځو دوام وکړي.
روغتیا پالان واکسین د ماشومانو لپاره د ګوزڼ څخه د مخنیوي یوه ښه وقایه بولي او ټينګار کوي، چې ټول باید له ۵ کلونو کمعمره ماشومان واکسین کړي.
یو شمېر هېوادوال هم ټینګار کوي، چې د ګوزڼ ضد واکسین پر مهال دې کورنۍ له واکسیناتورانو سره مرسته وکړي او خپل ماشومان دې واکسین کړي.