ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د حج غوښتونکو افغان کډوالو پچه اچونه ترسره شوه

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي؛ ایران، پاکستان او نورو لویدیځو هېوادونو کې د مېشتو ۵۰۰ کډوالو، چې د حج د فریضې د ادا کولو لپاره یې نوملیکنه کړې وه، د پچې اچونې پروسه په یاد وزارت کې ترسره شوه.

دا پچه اچونه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مالي، اداري او مسلکي مرستیالانو، مرکزي رییسانو، د چارو عمومي ادارې او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني وویل؛ خوښ یم چې د یو داسې برکتي پروګرام برخه یم، چې پکې د حج د فریضې د ادا کولو نیت لرونکو کډوالو لپاره پچه اچونه ترسره کېږي.

حج د الله تعالی یو بې‌ساری عبادت او تر ټولو غوره راټولېدنه ده.

نوموړي زیاته کړه؛ حج یوه ستره فریضه او د الله تعالی سپېڅلی امر دی، چې بې‌شمېره برکتونه لري او د انسان د ژوند په جوړولو کې مهم رول لري.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد وویل؛ حج ته تلل نیکمرغي ده، د الله تعالی شکر ادا کوو، چې موږ ته یې دا فرصت راکړ، څو د مظلومو کډوالو لپاره د حج د فریضې د ادا کولو پچه اچونه ترسره کړو.

نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت په راتګ سره دا زمینه برابره شوې او سلګونه کډوال د حج فریضې ادا کولو ته استول شوي دي.

همدارنګه د اتشو د همغږۍ رییس مولوي احمدالله احمدي هم د یاد پروګرام په اړه معلومات او د حاجیانو د برخې اړوند یې ګډونوالو ته وضاحت ورکړ.

مولوي احمدالله احمدي ویلي؛ له شپږ زره حج غوښتونکو کډوالو څخه نن د ۵۰۰ کسانو پچه اچونه وشوه، چې په ایران، پاکستان، اروپايي او امریکايي هېوادونو کې مېشت دي.

د معلوماتو له مخې، ثبت شویو کسانو کې ۲۲۱ تنه په ایران، ۲۵۰ تنه په پاکستان او ۲۹ تنه په لویدیځو هېوادونو کې مېشت دي، چې له پچې اچونې وروسته غوره شول او د اسنادو د طی مراحلو لپاره به د حج او اوقافو وزارت ته معرفي شي.