د افغانستان بانک رییس نور احمد اغا د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د افغانستان بانک رییس د کوچنیو مالي تمویلاتو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او دا برخه یې د هېواد په اقتصادي رغښت کې مهمه یاده کړه.
نوموړي زیاته کړه، د افغانستان بانک ژمن دی چې په افغانستان کې کوچني مالي تمویلات وده وکړي او په دې وسیله د هېواد په ټولو برخو کې درانه هېوادوال له دې مالي خدمتونو څخه برخمن شي.
په یاده غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې هم د اقتصادي ودې او کارو بارونو د غوړېدو په برخه کې د کوچنیو مالي تمویلاتو رول مهم یاد کړ او له خپله اړخه یې په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد هم ګډون درلود او د بېلابېلو مالي او بانکي موضوعاتو ترڅنګ یې د کوچنیو مالي تمویلاتو د موسساتو د فعالیتونو او د یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه له راغلي پلاوي سره خبرې وکړې.