د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع هېوادوالو له یو شمېر مخورو او علماوو سره لیدلي.
د اهل تشیع هېوادوالو راغلو مشرانو او علماوو په تېرو څو میاشتو کې د اسلامي امارت له لوري د دوی د یو لړ ستونزو د حلولو په پار مننه کړې، او په دې برخه کې یې د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت هڅې د قدر وړ بللې دي.
دوی زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له بریا وروسته د اسلامي نظام بنسټونه د قوي کېدو په حال کې دي او ملت یې هرکلی کوي.
راغلو علماوو او مخورو دغه راز په یو شمېر سیمو کې د اهل تشیع افغانانو غوښتنې د ریاستالوزرا له کفیل سره شریکې کړې.
مولوي عبدالکبیر د اهل شیع هېوادوالو علماوو او مخورو ته د ښه راغلاست پرمهال د ملت خدمت د اسلامي امارت مسولیت وباله او زیاته یې کړه، چې دولتي ادارې به یې ستونزو ته رسیدنه وکړي.
نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت له توپير پرته ټولو افغانانو ته د خدمتونو او متوازن پرمختګ برابرولو هڅې کوي.