د راپورونو له مخې، بنګلهدېش په لومړي ځل له پاکستان سره مستقیمه سوداګري پیل کړه.
بنګلهدېش په ۱۹۷۱ کې له پاکستان ازادي واخیسته او دا لومړی ځل دی، چې داوړه هېوادونه خپلمنځي سوداګري پيلوي.
د یادو هېوادونو له لوري د شوې هوکړې پر بنسټ د بنګلهدېش له قاسم بندر څخه د ۵۰ زره ټنو وریجو لومړنۍ جوپه پاکستان ته استول شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې په بنګلهدېش کې د محمد یونس په مشري د لنډمهاله حکومت له رامنځته کېدو وروسته له پاکستان سره د لومړي ځل لپاره سوداګريزې اړیکې پیل شوې دي.
د نوبل جایزې ګټونکی محمد یونس په بنګلهدېښ کې د لاریونونو له امله د لومړۍ وزیرې شیخ حسینې واجد د حکومت له نسکورېدو وروسته د لنډمهالي حکومت مشر وټاکل شو.