د رياستالوزرا سياسي مرستيال او كفيل مولوي عبدالکبیر د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوی ريیس سره لیدلي.
د چاپیریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس حافظ عزیز الرحمن د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سره د چاپیریال ساتنې په برخه کې د کاري زمینو په رامنځته کولو خبرې کړې او ویلي یې دي چې د نړیوالو بنسټونو مرستې ته اړتیا لري، څو وکولای شي د چاپیریال ساتنې په برخه کې پلان شوې پروژې پلي او د اقلیمي بدلونونو له امله د چاپیریال د تخریب مخنیوی وکړي.
مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې د ادارو ترمنځ همغږي د کار د موثریت لپاره مهم بللی او دې برخې ته یې د لا ډیرې پاملرنې سپارښتنه کړې.
د رياستالوزرا سياسي مرستيال او كفيل په هېواد کې د اقلیمي بدلونونو له امله د چاپیریال او هوا ککړتیا د مخنیوي موضوع جدي وبلله او په دغه برخه کې یې د اړوندو ادارو او نړیوالو بنسټونو هڅې او مرستې مهمې ګڼلې دي.