ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې اوربند؛ حماس او اسرائیل به یو ځل بیا د بندیانو تبادله پيل کړي

د غزې د اوربند په تړاو مذاکره کوونکي وايي، چې حماس غورځنګ او اسرائیل به یو ځل بیا د بندیانو تبادله پیل کړي.

منځګړي لا هم د مصر په قاهره کې د غزې د اوربند په تړاو خبرې کوي او هڅه کوي، چې دا اوربند په ښه ډول پلی شي.

حماس اسلامي غورځنګ ویلي؛ له منځګړو سره د هغو ۶۲۰ فلسطیني بندیانو د خوشي کولو لپاره هوکړې ته رسېدلي، چې تېره شنبه باید خوشي شوي وای.

اسرائیلو منلې، چې ۶۲۰ فلسطیني بندیان به -ټاکل شوې وه، تېره شنبه ازاد شي- خلاصوي.

تېره شنبه د کب ۴مه د حماس اسلامي غورځنګ له لوري د ۶ اسرائیلي بندیانو له ازادولو وروسته اسرائیلو د ۶۲۰ فلسطیني بندیانو خوشي کول وځنډول.

ویل کېږي، چې حماس غورځنګ به د دې بندیانو په بدل کې د څلورو اسرائیلي بندیانو جسدونه صهیونیستي رژیم ته سپاري.

د راپورونو له مخې، ښايي نن یا سبا د دواړو لورو تر منځ بندیان تبادله شي.

د حماس اسلامي غورځنګ او اسرائیلي رژیم تر منځ غزه کې د جنوري پر ۱۵مه اوربند اعلان شو او څو ورځې وروسته د همدې میاشتې پر ۱۹مه پلی شو.

دا تړون په درېیو پړاونو کې پلی کېږي. لومړی پړاو به ۴۲ ورځې دوام کوي او ۳۳ اسرائیلي او شاوخوا ۱۹۰۰ فلسطیني بندیان به پکې خوشي کېږي.

پر دې سربېره به فلسطینیان خپلو مېنو ته ستنېږي، هره ورځ به سیمې ته بشري مرستې داخلېږي او اسرائیل به له ګڼ مېشتو سیمو وځي.

تمه ده چې په دویم پړاو کې به دواړه لوري بندیان خوشي کوي او اسرائیلي عسکر به په بشپړه توګه له غزې وځي.

په درېیم پړاو کې د اسرائیلي بندیانو جسدونه اسرائیلو ته سپارل کېږي او د غزې د بیارغونې بهیر به پيلېږي.