ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

چمپینز ټرافي؛ افغانستان په یوه بې‌سارې لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په یوه په زړه پورې لوبه کې د کرېکټ چمپینز ټرافي (اتلانو جام) سیالیو کې انګلستان لوبډلې ته په ۸ منډو ماتې ورکړه.

دا لوبه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وشوه، چې افغانستان د انګلنډ لوبډلې په ماتولو سره لومړۍ بریا پکې خپله کړه.

په پيل کې افغان لوبډلمشر حشمت‌الله شاهدي د لوبې پچه وګټله او د توپ‌وهنې پرېکړه یې وکړه.

که څه هم چې پيل ښه نه و او پیلیز توپ‌وهونکي رحمن الله ګربز، صدیق الله اتل او رحمت شا په لومړیو لسو اورونو کې وسوځېدل.

له ټپونو تازه رغېدلي ابراهیم ځدراڼ لوبه له سخت حالت څخه وایستله او د خورا پياوړې توپ‌وهنې پر مټ یې ۱۷۷ منډې جوړې کړې.

ابراهیم ځدراڼ د چمپینز ټرافي په تاریخ کې تر ټولو د ډېرو منډو جوړوونکی لوبغاړی شو.

عظمت الله عمرزي ۴۱، محمد نبي عیسی خیل او حشمت الله شهیدي بیا هر یوه ۴۰ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډلې د ابراهیم ځدراڼ د پیاوړې توپ‌وهنې پر مټ ۳۲۵ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۳۲۶ منډو هدف ورکړ.

دا یوه په زړه پورې او بې‌سارې لوبه وه او تر پایه څوک نه پوهېدل چې کوم لوری به یې ګټي.

افغان اتلانو ښه توپ‌اچونه وکړه او د انګلنډ لوبډلې لوبغاړی یې پرله‌پسې له ډګره بهر کړل او د ۸ منډو په توپیر یې ماتې ورکړه.

د افغانستان په ګټه عظمت الله عمرزي غوره توپ‌اچونه وکړه او پخپل لوبیز ژوند کې یې د لومړي ځل لپاره ۵ ویکټې ترلاسه کړې.

محمد نبي دوې، راشد خان، ګلبدین نایب او فضل الحق فارقي بیا یوه-یوه ویکټه واخیسته.

افغان لوبډلې له دې وړاندې له سویلي افریقا سره په لوبه کې ماتې منلې وه.

افغان کرېکټ ملي لوبډله به پخپل ګروپ کې وروستۍ لوبه سبا (جمعه، د فبروري ۲۲مه) له اسټرالیا سره وکړي.

د ۲۰۲۵ د اتلانو جام سیالۍ د ۸ لوبډلو تر منځ د فبروري پر ۱۹ مه په پاکستان او متحده عربي اماراتو کې پیل شوې دي.

په دې سیالیو کې افغانستان، هند، بنګله‌دېش، اسټرالیا، سویلي افریقا، نیوزلینډ او پاکستان لوبېږي.