ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: د یتیمانو د لاسنیوي تر څنګ دې د دیني او عصري زده کړو زمینه ورته برابره شي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له مرستیال مولوي عبدالحکیم حقاني سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ښاغلي حقاني د هېواد په کچه د یتیمانو، کونډو او معلولینو پر وضعیت خبرې کړې او ویلي یې دي، چې تېر مالي کال دې برخې ته د حکومت لخوا ځانګړې شوې بودیجه مصرف شوې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د یتیمانو، کونډو او معلولینو د لاسنیوي په برخه کې د افغان سوداګرو او په بهر کې د مېشتو هېوادوالو مرستې ډېرې شوې، چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لارې پر مستحقو او ثبت شویو کسانو وېشل کېږي.

د مولوي عبدالحکیم حقاني په وینا؛ په تېرو نږدې دوو کلونو کې د جګړې له امله د کونډو او یتیمانو د زیاتېدو شمېره صفر ته راښکته شوې ده.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د کډوالو چارو وزارت دې له نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ د یتیمانو د لاسنیوي تر څنګ هغوی ته د دیني او عصري زدکړو لا ډېره زمینه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د معلولینو او د دې برخې نورو کسانو ته د مرستو د وېش لړۍ دې له توپیر پرته مخکې لاړه شي او د هغوی وړتیاوو ته په پام دې ورته د کاري فرصتونو پر برابرولو فکر وشي.