د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له مرستیال مولوي محمد ارسلاح خروټي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ښاغلي خروټي د یاد وزارت د فعالیتونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل ته معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره بېرته هېواد ته د کډوالو راستنېدو کچه لوړه شوې او هره ورځ سلګونو کسان خپل هېواد ته راګرځي.
نوموړي زیاته کړې، چې له کډوالو سره د مرستو او لاسنیوي په موخه یې له بېلابېلو موسسو سره د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
مولوي عبدالکبیر ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت هڅه کوي ټولو افغانانو ته په هېواد کې د ارامه او سوکاله ژوند زمینه برابره کړي.
نوموړي له ټولو کورنیو او بهرنیو موسسو او بنسټونو مننه کړې، چې په سختو شرایطو کې له افغانانو سره مرستې کوي او افغان کډوالو سره یې د مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل دغه راز د وزارت د چارو لا ښه والي په موخه ښاغلي خروټي ته اړینې لارښوونې او سپارښتنې کړې دي.

