د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د قالينو صنعت له ملي سوداګر او د قالينو صادروونکو ټولنې غړي محترم محب الله کوهي سره وکتل.
په دې لیدنه کې محب الله کوهي په هېواد کې د قالينو تولید زياتوالي او د نړۍ په کچه د قالينو د بيې او ارزښت لوړوالي خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان توليد قالينې د نړۍ مختلفو هېوادونو ته صادرېږي.
نوموړي سوداګرو او د قالينو صادروونکو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو او همداراز د وضع شوو مالياتي معافيتونو له امله د اسلامي امارت په هڅو خوښي ښودلې ده.
مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد د قالينو صنعت د ودې په برخه کې د ملي سوداګرو په هڅو او پراخو فعاليتونو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت مسولين د سوداګرۍ او په ځانګړي ډول د قالينو صنعت لپاره د لا زياتو اسانتياوو رامنځته کولو په لټه کې دي.

