ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

حماس د اسرائیلو له لوري د اوربند لومړي پړاو غځولو طرحه رد کړه

حماس اسلامي غورځنګ غزه کې د اوربند هوکړې لومړي پړاو د غځولو لپاره د اسرائیلو طرحه رد کړې ده.

اسرائیلي رژیم د یکشنبې په شپه د غزې د اوربند لومړي پړاو له پای ته رسېدو وروسته اعلان کړی، چې په لنډ مهاله توګه یې د غزې اوربند د راتلونکو شپږو اونیو لپاره غځولی دی.

داسې ښکاري چې اسرائیل به اوسنی پړاو تر شپږو اونیو پورې وغځوي، تر څو بندیان یې خوشي شي، فلسطیني زندانیان ازاد کړي او له غزي خپل عسکر او پوځیان ونه باسي.

پر دې سربېره اسرائیلي عسکر تر اوسه د غزې او مصر تر منځ د فلاډلفیا دهلیز نه دی پریښی، چې باید تر شنبې پورې ترې وتلي وای.

حماس اسلامي غورځنګ بیا یاده طرحه رد کړې او ویاند یې حازم قاسم العربیه تلویزیون ته ویلي، چې د دې هوکړې دویم پړاو د پیل لپاره تر اوسه خبرې نه دي پیل شوي.

نوموړي ویلي، چې اسرائیل د اوربند هوکړې دویم پړاو د خبرو نه پيلولو مسول دي. دغه‌راز غواړي چې هم یې غزه کې پاتې بندیان ازاد شي او هم یې د جګړې د بیا پیل امکان ساتلی وي.

له دې وړاندې د جمعې په شپه بیا حماس ټینګار کړی و، چې تر هغو به د لومړي پړاو پر غځولو هوکړه ونه کړي، تر څو امریکايي، قطري او مصري منځګړو د دویم پړاو د پیلېدو تضمین نه وي کړی.

ورته مهال د مصر دوو امنیتي سرچینو تېره جمعه ویلي، چې یو اسرائیلي پلاوی د خبرو لپاره قاهرې تللی او هڅه کوي، چې د غزې هوکړې لومړی پړاو ۴۲ ورځې نور هم وغځوي، خو حماس بیا د پخواني پلان له مخې غواړي، چې د هوکړې دویم پړاو پیل او عملي شي.

د غزې د اوربند لومړی پړاو د ۲۰۲۴ د جنوري په ۱۹مه پیل او د یکشنبې په شپه پای ته ورسېد.

د دې اوربند له پلي کېدو وروسته په غزه کې ۱۵ میاشتنۍ جګړه ودرېده او د حماس اسلامي غورځنګ له لوري ۳۸ اسرائیلي بندیان خوشي شول او په بدل کې یې ۱۹۰۰ فلسطینیان ازاد شول.

د اوربند په دویم پړاو کې د ټولو بندیانو خوشي کول او له غزې څخه د اسرائيلي ځواکونو وتل شامل دي.