د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د سلواغې میاشتې لاسته راوړنې!
د مېرمنو حقونو ته رسېدنې برخه:
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د روان ۱۴۰۳ کال د سلواغې په میاشت کې د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو د خوندیتوب او ورکړې ته په ژمنتیا د ۳۰ مېرمنو حقوقي قضیو ته رسېدنه کړې، چې له ډلې یې نهه مېرمنې د میراث حقونو څخه برخمنې شوې دي، د ۱۰ مېرمنو د اجباري نکاح مخه نیول شوې، اووه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي څخه ژغورل شوې دي او دوه مېرمنې له کورني بند څخه ازادې شوې دي.
د ټولنیز عدالت، یووالي او اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا په برخه کې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د ۲۸ دښمنیو او قومي شخړو مخه نیولې او ښکېلو اړخونو تر منځ یې سوله کړې.
کوډګر:
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د خرافاتو، غیر شرعي کړنو او د فساد د مخنیوي په موخه ۱۲ تنه کوډګر نیولي او د نورو څېړنو په موخه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.
له سوداګرو سره اصلاحي ناستې:
د امربالمعروف وزارت محتسبینو د یو سالم اقتصادي چاپیریال او په اسلامي ارزښتونو سمبالې راکړې ورکړې درلودلو په موخه په مرکز او ولایتونو کې له سوداګرو سره د نرخونو د کنټرول، احتکار، سود، دوکې او خیانت کولو د مخنیوي په موخه ۷۰ اصلاحي ناستې تر سره کړې دي.
د عامه پوهاوي په موخه ناستې:
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په ټولنه کې د معروفاتو د اقامې، منکراتو مخنیوي، عامه پوهاوي او همغږۍ په موخه له امارتي مسولینو، قومي مخورو، ځوانانو او د یني عالمانو سره یو زر او ۶۴۰ د اصلاحي ناستې کړې دي.
د شکایتونو اورېدلو برخه:
د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د شکایتونو اورېدلو معینیت د سلواغې میاشتې په اوږدو کې د عامو ولسونو ۲۹۲ شکایتونه ثبت کړي دي، چې له ډلې یې ۱۱۹ شکایتونه په یاد معینیت کې حل او فصل شوي او د شکایت کوونکو قناعت ترلاسه شوی دی.
همداراز له یادو شکایتونو څخه ۱۴۴ شکایتونه تر څېړنو لاندې او ژر تر ژره به حل شي او پاتې ۲۹ شکایتونه د حل لپاره اړوندو ادارو ته راجع شوي دي.
د دې وزارت د شکایتونو اورېدلو معینیت د سلواغې میاشتې په ترڅ د وړیا ۱۹۱ تلیفونی شمېرې له لارې ۸۹۳ شکایتونه ثبت کړي او شکایت کوونکو ته د شکایت د حل مرجع ورښودل شوې او اړوند ولایت د امر بالمعروف د ریاست شمېره ور کول شوې ده.
د سلواغې میاشتې په اوږدو کې په ۳۴ ولایتونو کی د شکايتونو اورېدلو برخې مسولینو له لوري څخه ۵۵۸ شکایتونو ته رسېدنه شوې، چې له ډلې یې ۲۷۸ شکایتونه د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاستونو کې حل شوي دي او ۱۴۳ شکایتونه تر څېړنو لاندې او پاتې ۱۳۷ شکایتونه د شکایتونو اورېدلو د قانون په اساس د اورېدلو وړ نه وو.
د سلواغې میاشتې په اوږدو کې د شکایتونو اورېدلو معینیت پلاوي مختلفو ولایاتونه ته د سفرونو پر مهال ۱۹۰ شکایتونو ته رسېدنه کړې، چې له ډلې یې ۲۸ د یاد پلاوي په شتون کی حل او فصل شوي او پاتې ۱۶۲ شکایتونه د اړوندو ولايتونو د شکایتونو اورېدلو ریاستونو ته سپارل شوي دي.
په ټوله کې د سلواغې میاشتې په اوږدو کې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو معینیت له لوري ټول یو زر او ۱۸۵ شکایتونه ثبت شوي دي او په یاده موده کې ۸۵۰ شکایتونه حل او فصل شوي دي.