ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

محمد یونس مهمند د پاکستان د سوداګرۍ فدراسیون له رییس سره د ترانزیټي ستونزو پر حل خبرې کړي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند د خپل کاري سفر په لړ کې د پاکستان د سوداګرۍ د فدراسیون له رییس سره لیدنه کړې او د سوداګریزو اړیکو د پراخولو او د ترانزیټي ستونزو د حل په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

ښاغلي مهمند د ترانزیټي اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار کړی او له دولتونو څخه یې د سوداګرۍ د جلا کولو اړتیا یاده کړه.

نوموړي د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د کمښت لامل د هېوادونو منفي سیاستونه بللي او د پاکستان د سوداګرۍ د فدراسیون له رییس څخه یې غوښتي، چې د بندرونو د خلاصون لپاره د خپل حکومت سره عملي ګامونه واخلي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو مالونو د بندرونو بندیدل د سوداګرو لپاره لوی اقتصادي زیان بللی او دا ډول اقدامات یې د نړیوالې سوداګرۍ او ګاونډیتوب اصولو خلاف بللي.

محمد یونس مهمند ټینګار کړی، چې افغانستان غواړي له ټولو ګاونډیو او نړیوالو هېوادونو سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره پراخې کړي.

نوموړي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د هڅو یادونه کړې، چې د افغانستان ترانزیټ له ګاونډیو هېوادونو سره ونښلوي.

ښاغلي مهمند د اوسني فرصت یادونه کړې او دا یې د دواړو هېوادونو د سوداګرو لپاره په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د انرژۍ تولید او د افغانستان د کانونو ایستنې، کې د ګډو پانګونو لپاره یو ښه زمینه بللې.

همداراز ښاغلي مهمند د امام ابو حنیفه (رح) نندارتون په اړه د پاکستان د سوداګرۍ د فدراسیون رییس ته معلومات ورکړي.

دا نندارتون هر کال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له خوا د پانګوالو د جلب، د پانګونې د فرصتونو د معرفي کولو او د تولیدي صنعت د ودې لپاره د کورنیو او بهرنیو شرکتونو په ګډون په کابل کې جوړیږي.

نوموړي د پاکستان د سوداګرۍ د فدراسیون له رییس څخه غوښتي، چې د پاکستان سوداګر دې نندارتون ته د ګډون او له افغان سوداګرو سره د بېلابېلو سکتورونو په ګډو پانګونو کې وهڅوي.

د پاکستان د سوداګرۍ د فدراسیون رییس د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال ته ښه راغلاست ویلی او ډاډ ورکړی، چې د پاکستان له اړوندو دولتي ادارو سره په همغږۍ به د سوداګریزو مالونو پر مخ د بندرونو د خلاصون لپاره هڅه وکړي.

نوموړي د بندرونو بندیدل د دواړو هېوادونو لپاره لوی اقتصادي زیان بللی.