د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د ترانسپورټ او هوايي چلند له وزېر مولوي حمیدالله اخندزاده سره لیدنه کړې
په دې لیدنه کې مولوي حمید الله آخندزاده د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت په اړه د ریاست الوزرا کفیل ته راپور ورکړی او ویلي یې دي، چې د کابل د تېرې ادارې پر مهال د یاد وزارت او هوايي خدماتي کمپنیو تر منځ د شویو تړونونو د حقوقي اړخونو پر حل بوخت دي او ډېر ژر به حللارې ورته پیدا کړي.
نوموړي زیاته کړې، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت عواید په شفاف ډول راټولیږي او له چمتو شوو پلانونو سره سم یې کړنې د هوايي او ځمکني ترانسپورټ پر ښو خدماتو راڅرخي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د کابل د تېرې ادارې په وخت کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او نړیوالو کمپنیو تر منځ د شوو تړونو ستونزې دې ژر حل شي.
نوموړي زیاته کړې، چې کابل ښار او لویو لارو کې دې هم د ترانسپورټي تنظیم لپاره کار وشي، څو د ښار نظم برابر او د ټرافیکي پېښو له امله د رامنځته کېدونکیو تلفاتو او خساراتو مخه ونیول شي.

