د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بېګدلي او د پاکستان له سفیر عبيدالرحمن نظاماني سره لیدنې کړې.
په دې لیدنو کې مولوي عبدالکبیر ویلي؛ ایران او پاکستان د افغانستان دوست او مسلمان ګاونډي هېوادونه دي، چې له همدې امله ګڼ مشترکات لري.
نوموړي زیاته کړې؛ له کلونو یې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه توب کړی، اسلامي امارت یې منندوی دی او له کوربه هېوادونو هیله لري چې د کډوالو په اړه له زغم او حوصلې څخه کار واخلي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر ویلي؛ په دې وروستیو کې په پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند ډېر شوی، موږ له کوربه هېوادونو غواړو چې د کډوالو نړیوال اصول مراعت کړي او له افغانانو سره انساني او اسلامي چلند وکړي.
مولوي عبدالکبیر همداراز زیاته کړې؛ اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره سیاست له مخې د سیمې ثبات، اقتصادي همکاریو او ګډو فرصتونو ته ژمن دی او هیچا ته د ستونزو جوړولو نیت نه لري، بلکې د سیمې له هېوادونو سره د همکاریو پیاوړتیا غواړي.
د ناستې پر دوام د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر یادونه کړې، چې اسلامي امارت افغان کډوال هېواد ته راستنېدو ته هڅوي، خو په کور دننه د شرایطو د نه برابرېدو له امله باید کوربه هېوادونه د جبري ایستلو پر ځای د یو منظم او تدریجي میکانیزم له مخې عمل وکړي.
نوموړي ټینګار کړې، چې د جون تر پایه له پاکستان څخه د ټولو افغان کډوالو ایستل ستونزمن دي، ځکه هغوی نشي کولی خپل ټول ژوند او شتمنۍ په دومره لنډ وخت کې راټولې کړي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر له کوربه هېوادونو غوښتي، چې د ګډو میکانیزمونو په اساس دې افغان کډوالو ته وخت ورکړل شي چې په دې برخه کې دوه اړخیزې او درې اړخیزې ناستې اړینې دي.
مولوي عبدالکبیر هیله څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د جزیي ستونز لپاره دې د خبرو لاره غوره شي، د تورخم بندول، جګړه او تاوتریخوالی یې حل لاره نه ده، په تورخم کې دې له تخریبي عمل ډډه وشي، د تورخم دواړو غاړو ته زرګونه مسافر، ناروغان، جنازې او د سوداګرو مالونه بند پاتې دي نو په دې اړه دې جدي اقدام وشي څو دواړو لورو ته ډېر زیان ونه رسېږي.
په ورته وخت کې، په کابل کې د پاکستان سفیر مولوي عبدالکبیر ته ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت غوښتنې به په رسمي ډول له پاکستاني چارواکو سره شریکې کړي.
نوموړي ویلي؛ د پاکستان راتلونکی له افغانستان سره تړلی دی، له همدې امله افغان کډوالو څخه د سیاسي ابزارو په توګه ګټه نا اخلي، بلکې غواړي چې ستونزې د تفاهم له لارې حل شي.
همدارنګه په کابل کې د ایران سفیر علیرضا بیګدلي ویلي؛ ایران له قانوني کډوالو سره د همکارۍ هڅې کوي، خو د ناقانونه کډوالو ستونزې ته باید دایمي حللارې پیدا شي.
نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان او ایران ښو اړیکو ته په کتو، اړینه ده چې دواړه هېوادونه په ګډه د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات وکړي. موږ غواړو چې په ایران کې مېشتو ناقانونه کډوالو ته د اړتیا وړ قانوني اسناد ورکړل شي.
ښاغلي بیګدلي د انساني قاچاق د مخنیوي په برخه کې د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین د فرمان ستاینه کړې او ویلي یې دي، دا اقدام به د دواړو هېوادونو د همکارۍ د پیاوړتیا لامل شي.
په دې ناسته کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د یو شمېر اقداماتو د پیل ژمنې شوي او دواړو خواوو ټینګار کړی، چې د کډوالو مسله باید د سیاسي مسایلو څخه جلا وساتل شي او د حل لپاره دې عملي ګامونه واخیستل شي.