د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسولینو نن (پنجشنبه د کب ۱۶مه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د ۱۴۰۴ هـ لمریز کال د حج په پروسه کې د افغانانو د ګډون سهمیې او لګښتونو په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل.
د یاد وزارت وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دوکتور نور محمد ثاقب په یاد خبري کنفرانس کې ویلي، چې د ۱۴۰۴ هـ لمریز کال د حج پروسه کې له سعودي عربستان څخه د افغانستان لپاره، ۳۰ زره د حج سهمیه اخیستل شوې او د لازیاتې سهمیې اخیستلو لپاره هڅې روانې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې تر لاسه شوې سهمیه په شفاف او عادلانه ډول په ټول هېواد کې د حج پر متقاضیانو وېشل شوې ده.
همدارنګه د مجاهدینو، امارتي ادارو، د شهیدانو وارثانو، معلولینو او په ایران، پاکستان او نورو هېوادونو کې د کډوالو لپاره هم سهمیې په جلا جلا توګه مشخصې شوي دي.
د ښاغلي ثاقب په وینا؛ حاجیانو ته د حج مناسکو د ښوونې په موخه په مرکز او لایتونو کې له علماوو ازموینه اخیستل شوې او بریالي کسان به د معلمینو په توګه له هغوی سره یو ځای سعودي عربستان ته ولېږل شي.
دغه راز افغان حاجیانو ته د لا اسانتیا په موخه د حنفي مذهب مطابق د حج لارښود کتابونه په پښتو او دري ژبو چاپ شوي دي.
د ارشاد، حج او اوقافو ویلي، چې سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد او رالېږد لپاره، له اریانا افغان امارتي او کام ایر خصوصي شرکتونو سره تړونونه لاسلیک شوي دي.
په همدې ډول سعودي عربستان ته د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د لېږل شوي پلاوي له لوري د حاجیانو لپاره د استوګنې، خوړو، ترانسپورټ او نورو برخو کې اړین قراردادونه شوي دي.
د ښاغلي ثاقب د معلوماتو له مخې، په مکه مکرمه او مدینه منوره کې د ټولو حاجیانو لپاره په مناسبو ساحو کې استوګنځي نیول شوي او په مدینه منوره کې د حاجیانو له غوښتنې سره سم د درې وخته ډوډۍ انتظام هم شوی دی.
د محترم ثاقب په خبره، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت تل هڅه کړې چې د حاجیانو اقتصادي وضعیت ته په کتو، په کمو او مناسبو لګښتونو د حاجیانو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
په همدې اساس د اضافي مصارفو تر مخنیوي وروسته د حج او اوقافو وزارت په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د یو تن حاجي لګښت ۲۸۲ زره او ۹۰ افغانۍ او د حج د ټولې پروسې لګښت ۸ میلیارده، ۲۷۸ میلیونه، ۷۷۷ زره او ۳۲۰ افغانۍ ټاکلی دی.
د حج او اوقافو وزیر د خپلو خبرو په پای کې ویلي، چې حاجیان د راتلونکې یکشنبې (۱۹ حوت ۱۴۰۳) له ورځې څخه په مرکز کې د حج، عمرې او زیارتونو له لوی ریاست او په ولایتونو کې د ارشاد، حج او اوقافو له ریاستونو څخه د حج لګښت د تحویلۍ تعرفې ترلاسه او په اړوندو بانکونو کې تحویلولای شي.