د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد د ګاونډي هېواد ایران د زاهدان ولایت زابل نومي ولسوالۍ له سپینږیرو او مشرانو سره د نيمروز ولايت په مقام کې ليدنه کړې.
راغلو ايراني وګړو د نیمروز له والي څخه غوښتي، چې د کمال خان بند اوبه د ایران هېواد په لوري هم راخوشې کړي، تر څو د ياد هېواد د زابل او یو شمېر نور ولسواليو اوسېدونکي هم له دې اوبو څخه ګټه واخلي.
دوی ویلي، چې د زاهدان او نيمروز ولسونه له يو او بل سره ګډ قومي، ديني او کلتوري مشترکات لري او غواړي له خپلو افغان وروڼو سره په بېلابېلو برخو کې سوداګريزې اړيکې لا پياوړي کړي.
د نیمروز والي دوی ته ښه راغلاست ویلی او د دواړو هېوادونو په ځانګړي ډول د نيمروز او زاهدان ولايتونو په ګډو ګټو او مشترکاتو یې خبرې کړې.
نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت د پولو دواړو غاړو د ولسونو ښېګڼې او هوساينې په پام کې نيولي دي.
ښاغلي خالد د ايران زابل ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت هېڅ داسې اقدام نه کوي تر څو د ګاونډيو ګټې او هوساينې له ستونزو سره مخ کړي، بلکې د بارانونو او اوبو په زياتېدو سره به د ولسونو لپاره لا ډېره هوساينه په نظر کې ونيسي.
دغهراز د نیمروز محلي ادارې تل هڅه کړې، چې د پولې دواړه غاړې اوسېدونکي ښې سوداګريزې اړيکې ولري او په دې برخه کې يې اړینې اسانتیاوې هم برابرې کړې دي.