د ترکیې ټیکا موسسې د لابراتوار وسایلو په ګډون ۷۷ قلمه تجهیزات او ماشینري د کابل ژوبڼ له روغتیایي کلینیک سره مرسته وکړه.
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني د ټیکا موسسې له رییس ښاغلي فضل اکین اردوغان څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې د ټیکا موسسې تل له کابل ښاروالۍ سره مرسته کړې او د کابل ژوبڼ له کلینیک سره شوې مرستې به هېرې نه کړي او دا مرسته په کابل ښار کې د یادې موسسې د دوستانه اړیکو ښکارندویي کوي.
بله خوا د یادې موسسې د دفتر رییس د افغانانو او ترکانو ترمنځ د اوږدې دوستۍ د څرګندولو په ترڅ کې ژمنه کړې، چې کابل ژوبڼ ته به د زیاتو تجهیزاتو په چمتو کولو کې نوره مرسته هم وکړي.
نوموړي ویلي؛ څه باندې شل کاله کېږي چې د ټیکا موسسه په افغانستان کې فعالیت کوي او په راتلونکي کې به هم دوام وکړي.
په پای کې د کابل ژوبڼ رییس عزیزګل ثاقب پخپلو خبرو کي د مرسته شویو وسایلو پر ورځنۍ استفادې او اهمیت خبرې کړې دي.