د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنې له یو شمېر غړو سره لیدنه کړې.
د دې لیدنې پر مهال د یادې ټولنې غړو په هرات ولایت کې د پستې بڼونو د جوړولو لپاره د زرګونو جریبه ځمکې د تثبیت، کرکیلې او کرنیزو فعالیتونو ته د مناسبې ځمکې سروې او همداراز په تخار، سمنګان او بادغیس ولایتونو کې د چرګانو د فارمونو د جوړولو په اړه د کرنې وزیر ته معلومات ورکړي.
یاده ټولنه پلان لري، چې په لویدیځو او شماللویدیځو ولایتونو کې د پستې بڼونو او ځنګلونو د جوړولو او همداراز د هګیو د تولید په سکتور کې میلیونونه ډالر پانګونه وکړي.
د یادې ټولنې غړو د کرنې له وزیر څخه غوښتنه کړې، چې د ځمکو د اجارې او د دوی د فعالیتونو د پیل په برخه کې همکاري وکړي.
مولوي عطاءالله عمري د دوی د غوښتنو په ځواب کې ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، حکومت به له دې پروژو ملاتړ وکړي او د یادې ټولنې د کار د پيل لپاره به ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

