د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د سعودي په جده ښار کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره لیدنه کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د فلسطین او سوریې پر وضعیت خبرې کړې دي.
پر دې سربېره دواړو وزیرانو د ایران او ترکیې په ګډو اړیکو خبرې کړې او پر دوام او ساتنه یې ټینګار کړی دی.
ښاغلي عراقچي په دې ناسته کې له اسلامي نړۍ غوښتي، چې د غزې د خلکو جبري بېځایه کېدو د مخنیوي لپاره قاطع او متحد ګام واخلي.