ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: امنیتي ځواکونه باید خلکو ته د ډاډ سمبول واوسي

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د کونړ او ننګرهار ولایتونو د استخباراتو له رییسانو او د کونړ امنیه له قومندان مولوي عبدالحق حقاني سره لیدلي.
دغه لیدنه چې په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه، یادو امنیتي مسولینو د ختیځ زون د امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل.
هغوی وویل، د ختیځو ولایتونو د امنیتي ادارو د رهبري او منسوبینو ترمنځ ښه همغږي شتون لري او هېچا ته د دې اجازه نه ورکول کېږي چې په تخریبي فعالیتونو لاس پوري کړي.
دوی زیاته کړې، د ختیځو ولایتونو د امنیت د تامین، د ولسونو او امنیتي ادارو ترمنځ د همکاري او همغږي او کشفي او استخباراتي
ادارو ترمنځ هماهنګي لپاره جامع امنیتي پلان جوړ شوی دی. مولوي عبدالکبیر د ختیځو ولایتونو دغو امنیتي او استخباراتي مسولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې او وویل، چې له خلکو سره د امنیتي مسولینو ښه او مسلکي چلند باید لومړیتوب ولري او امنیتي ځواکونه باید خلکو ته د ډاډ سمبول واوسي.