د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امير خان متقي د خپلو بهرنیو سفرونو په دوام د عمان د بهرنیو چارو وزیر په بلنه دغه هېواد ته په رسمي سفر تللی.
د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس حافظ ضیا احمد تکل ویلي، ټاکل شوې مولوي امیرخان متقي به د خپل سفر په ترڅ کې له عماني چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا خبرې وکړي.
د چارو شنونکي عمان ته د بهرنیو چارو وزیر سفر د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا په برخه کې مهم بولي او زیاتوي، چې دغه هېواد کولی شي د افغانستان د بسټیزو پروژو په پلي کولو کې مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د بهرنیو چارو وزیر د يوه پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته سفر کړی و.
د معلوماتو له مخې دغه سفر د دوه اړخیزو همکاریو د پياوړتیا په برخه کې ښې لاسته راوړنې لرلې.