د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د قرغزستان د کانونو وزارت له پخواني مرستیال الماس بیک تومانوف، د اذربایجان د کانونو وزارت پخواني مرستیال ازر شکوروف او د هغوی مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو پخوانیو مرستیالانو په افغانستان کې د پانګونې زمینې غوره ګڼلي، د افغانستان د کانونو په ځانګړې ډول د تېلو او ګازو په برخه کې د پانګونې لپاره د یاد وزارت د همکارۍ غوښتنې سربېره یې د یو معیاري لابراتوار د جوړولو ژمنه کړې ده.
ملا هدایت الله بدري دوی ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي؛ د کانونو او پټرولیم وزارت د بهرنیو پانګوالو د جلبولو او د دوی لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره کار کوي او د کانونو د قوانینو سره سم به په دې برخه کې هر ډول اړینه همکاري وکړي.