ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: د هېوادوالو د ستونزو حل باید د ولایتي ادارې لومړیتوب وي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د کونړ له والي مولوي محمد ایوب خالد سره ولیدل.

لیدنه کې د کونړ والي د دې ولایت د امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضیعت په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې د ټولو امارتي ادارو دروازې د ولسونو پر مخ پرانيستې دي او د ادارو تر منځ هم ښه همغږي موجوده ده.

نوموړي زیاته کړه، په کونړ کې د هر ډول تخریبي کړنو او مخربو افرادو مخه نیول شوې او بشپړ امنیت تامین دی.

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر وویل، کونړ د یوه سرحدي ولایت په توګه له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دی او ولسونو یې د جهاد په دوران کې بېسارې قربانۍ ورکړې دي.

ښاغلي کفیل په دې لیدنه کې همدارنګه زیاته کړې؛ ولایتي اداره باید د خلکو په خدمت کې وي،د هغوی ستونزو ته رسېدنه یې لومړيتوب وي.

سیاسي مرستیال دغه راز د چارو د لا ښه والي په موخه د کونړ والي ته لازمې لارښوونې هم وکړې.