د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د پاکستان لپاره د افغانستان له سفیر مولوي سردار احمد شکیب سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې مولوي سردار احمد شکیب د یاد سفارت د کړنو، فعالیتونو او پروګرامونو او همدارنګه په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د رياست الوزرا اداري مرستیال ته راپور ورکړی.
نوموړي ویلي، په اسلام اباد او د پاکستان په نورو ښارونو او قونسلګریو کې د افغانستان ډیپلوماتیک پلاوی په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د موانعو او ستونزو د حل لپاره زیات کوښښ کوي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت د رهبري د لارښوونې اړوند کوښښ کوي چې د دواړو هېوادونو اړیکې ښه والی ومومي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال یاد سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ افغانستان او پاکستان د دوو مسلمانو، وروڼو او ګاونډیو هېوادونو په توګه د زیاتو فرهنګي، تاریخي، دیني او ټولنیزو مشترکاتو لرونکي دي او د دواړو لوریو مسولین کولی شي له دغو ظرفیتونو څخه په اقتصادي، سیاسي او فرهنګي برخو کې د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره ګټه واخلي او هغه پیاوړي کړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو څخه د ملاتړ په برخه کې د اسلامي امارت په ژمنتیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، په اسلام اباد او د پاکستان نورو ښارونو کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت او قونسلګرۍ دې په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو د ستونزو او موانعو د حل لپاره زیات کوښښ وکړي.