ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي مسقط کې له خپل عماني سیال سره لیدنه کړې

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعيدي سره په مسقط کې لیدنه کړې.

دواړو لوریو د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو پر پیاوړتیا مفصلې خبرې کړي او ډاډ یې څرګند کړی، چې افغانستان او عمان به د دوه اړخیزو اړیکو نوی پړاو پرانیزي.

مولوي امیر خان متقي په افغانستان کې د لسیزو جګړو پای ته رسېدل، له نړۍ او سیمې سره د متوازنو اړیکو رامنځ ته کول، سراسري امنیت ټینګېدل د افغان حکومت مهمې لاسته راوړنې بللي او دا یې د بهرنۍ پانګونې په ځانګړې توګه د عمان د سلطنت او عماني سوداګرو لپاره د پانګونې ښه زمینه بللې.

مولوي امیر خان متقي له عماني لوري مننه کړې، چې په مسقط کې يې د افغانستان سفارت ته د ښه فعالیت زمینه برابره کړې ده، چې په دې لړ کې افغانانو ته د عمان د کار د ویزو ورکړه، عمان ته د افغان توکو د صادراتو زمینه برابرول، د دواړو هېوادونو ترمنځ الوتنې پیلېدل او د اړوندو اسانتیاوو رامنځ ته کول یې د لومړیتوبونو په توګه یاد کړي.

د عمان د بهرنیو چارو وزیر خپل افغان سیال ته ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ عمان له پخوا د افغانستان د هوساینې او پرمختګ په برخه کې مثبت دریځ خپل کړی دی او غواړي له افغانستان سره سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي.

نوموړي له افغانستان سره د خپل هېواد د اړیکو پیاوړتیا ته هیله ښودلې.

همداراز د عمان د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ په ګڼو کچو ناستې دوام وکړي ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا پر زمینو مسلسلې خبرې او عملي کار وکړي.