ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سوریې دموکراتیک ځواکونه له احمد الشرع سره یو ځای شول

سوریه وايي، چې د کردانو په مشري له دموکراتیکو ځواکونو سره هوکړې ته رسېدلي، تر څو د دې هېواد په ملکي او نظامي ادارو کې شامل شي.

یاده هوکړه پرون (دوشنبه، د کب ۲۰مه) د سوریې د انتقالې حکومت مشر احمد الشرع او د دموکراتیکو ځواکونو مشر مظلوم عبدي تر منځ لاسلیک شوې ده.

د الجزیرې د راپور له مخې، په دې هوکړه کې د سوریې پر یووالي ټینګار شوی او ټاکل شوې، چې د شمال‌ختیځې سیمې غیرې نظامي او نظامي ادارې، بندري تاسیسات، هوایي ډګرونه او د نفتو او ګازو سرچینې د مرکزي حکومت تر کنټرول لاندې راشي.

په یاده هوکړه کې د ټول هېواد پر کچه اوربند او د سوریې د دموکراتیکو ځواکونو له لوري د بشارالاسد د پلویانو پر ضد د مبارزې ملاتړ هم شامل دی.

د امریکا له ملاتړه برخمن د سوریې دیموکراتیک ځواکونه له ۲۰۱۵ راهیسې د سوریې په شمال ختیځ کې یوه نیمه خپلواکه سیمه کنټرولوي.

که دا هوکړه عملي شي د سوریې مرکزي حکومت به د یادې سیمې بشپړ کنټرول ترلاسه کړي.

په ډسمبر کې د احمد الشرع د ځواکونو له لوري د بشارالاسد د رژیم له سقوط وروسته دا یو ستر پرمختګ ګڼل شوی دی.