د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال انجنیر سلطان محمد زبیر په مشرۍ د ملي زېربنایي پروژو د جوړ شوي میکانیزم د غوره پلي کېدو په موخه د ۲۷ وزارتونو، خپلواکو ادارو او امارتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه شوې.
په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا له لوري د زېربنایي پروژو د همغږۍ او شریکولو پر تایید شوي میکانیزم هر اړخیز بحثونه شوي او د یاد میکانیزم د غوره پلي کېدو لارې چارې لټول شوې دي.
په یاده غونډه کې له پلان سره سم په منظم او دقیق ډول د زېربنايي پروژو پلي کول اړین بلل شوي، ترڅو د زېربناوو له بیا ړنګولو مخینوی او د پلي کولو پرمهال یې د لګښتونو سپما ته هم باید ځانګړې پاملرنه شوې وي.
همدا راز د راتلونکو پلانونو او د احتمالي ستونزو پر مخنیوي هم بحثنونه شوي دي.
د یو شمېر ادارو له لوري له میکانیزم سره سم د ځينو پروژو د پلي کولو ستاینه شوې او اړوندې ادارې لا پياوړې همغږۍ ته هڅول شوې دي.
په پای کي د مالیې وزارت له لوري د ټولو اړوندو زېربنایي پروژو د ښه پلي کولو او بیارغونې په برخه کې اړتیا ته په کتو د اصولي همکاریو بشپړ ډاډ ورکړل شوی دی.