ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت سږ کال ۲۵ د کان کیندنې پروژې منظورې کړي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د دې معاونیت له لوري په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د کوچني مقیاس ۲۵ د کان کیندنې پروژې منظورې شوې دي.

په دې پروژو کې د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د زلیچه سیمی د تراورتین ډبرو پروژه ، د هرات ولایت د چشت شریف ولسوالی د جرتاخومک سیمې د مرمر ډبرو پروژه، د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د سرب او جستو د دوو بلاکونو پروژې، د میدان وردګ ولایت د قول خویش ساحي د تراورتین ډبرو پروژه، د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د سر سرخک د سرب او جستو پروژه، د روزګان ولایت د خاص روزګان ولسوالۍ د کندلان سیمې د مرمر ډبرو د دویم بلاک پروژه، د سمنګان ولایت مرکز کی د تخت رستم سیمی چونې ډبرو د درېیم بلاک پروژه، د سمنګان ولایت مرکز کې د سنګ شکن او تاش کوتل سيمې د چونې ډبرو د اول بلاک پروژه، د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ د يارګي او خوره ناو سیمې د نفرایټ ډبرو پروژه او د کاپیسا ولایت د تکاب ولسوالۍ د ولګي سیمې د نفرايټ ډبرو د څلورم بلاک پروژه.

او همداراز د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ د لده باغ سیمې د مرمر ډبرو پروژه، د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د ادروتنګي د نفرایت ډبرو پروژه، د ننګرهار ولایت د حصارک ولســـــــوالۍ د کنجکي سیمې د سرپنتین ډبرو پروژه، د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ د پیرن سیمې د ګچ ډبرو پروژه، د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ د كوديخيلو دوهمه محدوده د مرمر ډبرو پروژه، د لغمان ولایت د مرکز مهترلام د پنج پای سیمی د بيوتيت لرونکی گرانیت ډبرو پروژه، د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ د جرغاتي کلي د سران سیمې د نفرایټ ډبرو پروژه، د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ د ګزک سیمې د مرمر ډبرو د درپیم بلاک پروژه، د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ د ګزک سیمې د مرمر ډبرو د ۱۹م بلاک پروژه، د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ د ګزک سیمې د مرمر ډبرو د ۲۱م بلاک پروژه، د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ د ګزک سیمې د مرمر ډبرو د ٤٥م بلاک پروژه د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ د ګزک سیمې د مرمر ډبرو د ۴۴م بلاک پروژه، د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ د كوديخيلو درېیمه محدوده د مرمر ډبرو پروژه، د ننګرهار ولایت د خوګیانو ولسوالۍ د وزیر پتنګ سیمې د ګچ ډبرو د څلورم بلاک پروژه او د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ د اسدخيلو توتگي سيمې د مرمر ډبرو پروژه شامله ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په ټول توان هڅه کوي، د خپل ولس اقتصادي ستونزو ته د پای ټکی کېږدي او د هېواد اقتصاد د بهرنیو مرستو پر ځای یوازې پر خپلو پرېمانه داخلي سرچینو متکي کړي.