په سعودي عربستان کې د اوکرايني او امریکايي چارواکو ترمنځ له مذاکراتو وروسته کېیف د امریکا له لوري له روسیې سره د ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز ومانه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې د اوکراین حکومت د ۳۰ ورځني سملاسي اوربند وړاندیز منلی او اوس توپ د روسیې په ډګر کې دی.
مارک روبیو د اوکراین په اړه د خبرو اترو همغږۍ په موخه د امریکايي پلاوي په مشري د عربستان پلازمېنې جدې ته تللی دی.
هممهاله امریکا له اوکراین سره د نظامي مرستو بیا پیلولو او د معلوماتو شريکولو په اړه هوکړه کړې ده.
اوکرایني چارواکو منلې، چې د امریکا پوځي مرستې بېرته ورسره پیل شوې دي.
په سعودي عربستان کې له خبرو اترو وروسته د امریکا او کراین چارواکو اعلان کړی، چې کېیف د واشنګټن د سملاسي ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز منلی او اوس دا د مسکو په هوکړه پوره تړاو لري.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هم د ځمکنیو، هوايي او سمندري عملیاتو درولو ته چمتووالی ښودلی.
نوموړي د سولې لپاره د اوکراین پر چمتووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې اوس روسیه باید د جګړې بندلو یا دوام لپاره خپله اراده وښيي.
له بل لوري د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې سپینه ماڼۍ به یو ځل بیا د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ته د ورتګ بلنه ورکړي.