د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي او نورو لوریو څرګندونې عقدهمندانه بللې او ویلي یې دي، چې افغانستان یو امن هېواد دی او هېڅ خپلسري فعالیت ته اجازه نه ورکول کېږي.
نوموړي زیاته کړې: “متاسفانه بېلابېل جهتونه په داسې ناستو کې له افغانستان سره خپلې عقدې پالي او هڅه کوي، چې ناسم انځور یې وړاندې کړي.”
ښاغلي فطرت د بل چا له عینکو د افغانستان قضیو ته کتل په زیان ګڼلي او ویلي يې دي، چې د افغانستان په اړه د دوی څرګندونې له واقعیت څخه لیرې دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغانستان یو امن هېواد دی، یو واحد نظام پکې حاکم دی او ټوله جغرافیه د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې ده.
ملا حمدالله فطرت ډاډ وکړی، چې هېڅ ډول خپلسري څوک دلته نشته او نه د فعالیت اجازه لري.
نوموړي یو ځل بیا له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د افغانستان څوکۍ ومني او د افغانانو حق ورکړي، تر څو په داسې ناستو کې سم قضاوت وشي او د عقدوي اړخونو پروپاګند ته زمینه برابره نه شي.