د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري او د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د غوښې د صادراتو د ارزولو لپاره مشورتي غونډه کړې.
په دې غونډه کې د مالدارۍ د برخې رییسانو، د کابل پوهنتون استادانو، د مالدارۍ متخصصینو او سلاکارانو او د خوراک او کرنې سازمان استازي ګډون کړی و.
مولوي عطاالله عمري ویلي؛ څهباندې ۸۰ سلنه افغانان په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او د غوښې صادرات ګټور ثابتېدای شي، خو شرط دا دی چې د څارویو نسل ته زیان وانه وړي.
نوموړي زیاته کړې؛ چې لومړی باید د څارویو د تولید او پالنې پر زیاتوالي تمرکز وشي، بیا د لوړ کیفیت صادرات تنظیم شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، بېلابېل هېوادونه له افغانستانه د غوښې اخیستلو ته لېوال دي.
نوموړي ټینګار کړی؛ چې باید د پسونو د روزنې کچه لوړه شي او د صادراتو مناسب شرایط برابر شي، ترڅو مالداران ښه عاید ترلاسه کړي.
د خوراک او کرنې سازمان د مالدارۍ د برخې مسول ډاکټر لطفالله ننګ ویلي، افغانستان د چرګانو په ګډون شاوخوا ۴۳ میلیونه څاروي لري او هر کال ۶.۷ میلیارده ډالر عاید ترې ترلاسه کوي.
نوموړي زیاته کړې؛ چې جګړې، وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو د مالدارۍ فعالیتونه کم کړي دي.
همداراز د کرنې وزارت متخصصینو او سلاکارانو د غوښې د صادراتو هرکلی کړې او وړاندیز یې کړی، چې د صادراتو ترڅنګ باید د مالدارۍ ستر فارمونه جوړ شي، څړځایونه ورغول شي، نوي نسلونه ترویج شي او د څارویو روغتیا ته جدي پاملرنه وشي.
په پایله کې پرېکړه شوې، چې د غوښې د صادراتو او د څارویو د پالنې د ودې لپاره دې یوه هر اړخیزه طرحه جوړه او ریاست الوزرا ته واستول شي.