د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله، چې اوس مهال د ۲۰۲۵ اسیا جام سیالیو ته د چمتووالي لپاره په تمریناتو بوخته ده، نن ( جمعه، د کب ۲۴مه) د سعودي عربستان د ساحلي فوټبال له ملي لوبډلې سره دوستانه سیالي لري.
دغه لوبه به د کابل پر مهال مازیګر ۵:۳۰ د ټایلنډ هېواد په کوربتوب ترسره شي.
د ۲۰۲۵ اسیا جام سیالۍ به د روان میلادي کال مارچ میاشتې پر ۲۰مه نېټه پیل شي، چې افغان ملي لوبډله به په C ګروپ کې د ایران، متحده عربي اماراتو او اندونیزیا هېوادونو له لوبډلو سره سیالي وکړي.