ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان ته له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په موخه ۱۰ میلیونه ډالر بودیجه تصویب شوه

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلون رییس روح‌الله امین وايي، چې دغه بودیجه د نړیوال چاپیریالي اسانتیاوو (GEF) له‌خوا د کم پرمختللو هېوادونو صندوق شورا (LDCF) ناسته کې تصویب شوې ده.

د چاپېریال ساتنې او د ځایي ټولنو د ژوند د ښه والي په برخه کې د ټولنې پر بنسټ د اقلیم بدلون ته د ځواب ویلو پروژه د ځنګلونو کرنې او د معیشت ښه والي له لارې تمویل شوې ده.

د دې پروژې ارزښت ۹.۹۸ میلیونه ډالر دی، چې د نړیوال چاپېریالي اسانتیاوو صندوق (GEF) له لوري د کم پرمختللو هېوادونو د صندوق (LDCF) په شورا کې تصویب شوه.

له دې بودجې څخه ۸.۹۸ میلیونه ډالره د نړیوالو چاپېریالي اسانتیاوو GEF له لوري او یو میلیونه ډالر د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام د داخلي مالي همکارۍ (Co-Finance) له لارې برابرېږي.

یاده پروژه به د پینځو کلونو لپاره د بدخشان او کونړ په ولایتونو کې پلې کېږي، چې موخه یې د ځایي ټولنو د اقلیم بدلون پر وړاندې مقاومت زیاتول او د هغوی معیشت ښه کول دي.

د دې پروژې پلي کېدل د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام (UNDP) له لوري د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او نورو اړوندو ادارو په همکارۍ ترسره کېږي.

د انعطاف وړ کرنې ترویج او د زیانمنو ځمکو احیا، د ټولنو د مقاومت لوړول او د معیشت ښه کول، د تخریب شویو ځنګلونو بیا رغونه او د طبیعي سرچینو دوامداره مدیریت، د اوبو او خاورې ساتنه او د اوبولګولو سیسټمونو ښه والی، د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو نباتي انواعو معرفي کول، د څړځایونو او علفچرونو پراخول، د کرنیزو تولیداتو زیاتوالی او د اوبولګولو عصري سیستمونه رامنځته کول؛ لکه چکډیمونه، د قطره‌یي اوبولګولو سیستم، د سېلاب ضد محافظتي دیوالونو او د اوبولګولو کانالونو جوړول په یاده پروژه کې شامل دي.

دا پروژه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام (UNDP) د ګډو هڅو پایله ده او د اقلیم بدلون پر وړاندي د مبارزې او د هېواد د طبیعي سرچینو د ساتنې په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.

د دې پروژې پلي کېدو سره نه یوازې د چاپېریال وضعیت ښه شي، بلکې د ځایي ټولنو د ژوند سطحه هم لوړه شي.