ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: هېواد کې د اسلامي بانکداري پراختیا او وده اړینه اړتیا ده چې باید ډېره پاملرنه ورته وشي

د ریاست‌الوزرا کفیل او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان بانک له لوی رییس ملا هدایت الله بدري سره ولیدل.

لیدنه کې ښاغلي هدایت الله بدري د افغانستان بانک د وروستیو لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست‌الوزرا کفیل ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې د افغانۍ ارزښت ساتلو لپاره مهم ګامونه اخیستل شوي او په بازارونو کې د زړو بانکنوټونو ستونزې هم هوارې شوې دي.

د افغانستان بانک د لوی رییس په وینا؛ له معتبرو نړیوالو کمپنیو سره د بانکنوټونو د چاپ نوي تړونونه امضاء شوي چې په لوړ کیفیت به افغانۍ چاپ کړي.

نوموړي زیاته کړه؛ د افغانستان بانک ګومارنې او کړنې له نړیوالو معیارونو سره سمې روانې دي چې له همدې امله د افغانستان بانک په ښه وضعیت کې دی.

ښاغلي بدري همدارنګه وویل، چې د شخصي بانکونو چارې هم پر ښه لوري روانې دي او د خلکو باور پرې زیات شوی دی.

د ریاست الوزرا کفیل او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانۍ ارزښت ساتلو له امله د افغانستان بانک د مسولینو هڅې وستایلې او ویې ویل، چې د افغانۍ ارزښت ساتلو برخه مو کاري لومړیتوب وګرځوئ او همداشان پولي سیاستونه له میعارونو سره سم په تخصصي ډول مخکې بوځئ.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه؛ هېواد کې د اسلامي بانکدارۍ پراختیا او وده اړینه اړتیا ده چې باید ډېر پام ورته وشي.