د نړیوالو رسنیو د راپورونو لهمخې د امریکا د ملي امنیت سلاکار، مایک والټز، ویلي، چې د ایران پر ضد د مستقیم نظامي اقدام احتمال شته او ټینګار یې کړی چې “ټول انتخابونه تل پر مېز دي.”
والټز دا څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې د امریکا پوځ د شنبې په ورځ پر یمن کې د حوثيانو کنټرول شوې سیمې بمبار کړې.
نوموړي زیاته کړې، “ایران باید دا پیغام په روښانه او واضح ډول واوري چې د حوثيانو ملاتړ یې د منلو وړ نه دی او باید ودریږي.”
ورتهمهال حوثیانو، چې د امریکا په برېدونو کې یې ۵۳ کسانو ژوند بایللی خبرداری ورکړی، چې د امریکا دغه بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.