ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزیر له روغتیايي مرکزونو څخه د نظارت په لا پیاوړتیا ټینګار کړی

د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په شتون کې د څارنې، پلټنې او روغتیايي معلوماتو سیستم، د خصوصي سکتور د همغږۍ، د روغتیايي کارکوونکو د جوازورکړې او د روغتیايي تاسیساتو څخه د بازرسۍ ریاستونو ترمنځ د چارو د لا ښه والي په موخه د همغږۍ ناسته شوې.

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د مالي او اداري چارو مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني او د اړوندو ریاستونو مسولینو ګډون کړی و.

ناسته کې چارو ته پر ټاکلي وخت د رسېدنې، د خصوصي سکتور مسولینو له لوري د شریکو شویو شکایتونو په اړه د پرېکړو، د ښې همغږۍ په موخه د خصوصي روغتیايي مرکزونو لپاره د یو واحد ډیټابیس سیسټم جوړولو، ګډ نظارتي پلان جوړېدو او پلي کېدو اړوند خبرې شوې دي.

مولوي نور جلال جلالي د چارو لا ښه والي لپاره د اړوندو ریاستونو له لوري د یوې ګډې نظارتي کمېټې په جوړېدو، د روغتیايي خدماتو لپاره د لګښتونو د اندازې تعینولو، له خصوصي سکتور د ارقامو په منظم راټولولو او له روغتیايي مرکزونو څخه د نظارت په لا غښتلي کولو ټینګار کړی او اړونده مسولینو ته یې په دې برخه کې د اقدام کولو سپارښتنې کړې دي.