د الجزیرې خبري شبکې د راپور لهمخې اسرائیلي یرغلګرو یو ځل بیا د غزې پر بېلابېلو سیمو پراخ هوایي بریدونه پیل کړي، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۳۲ فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپيان دي.
د غزې روغتیا وزارت له قوله، د دې بریدونو ډېری قربانیان ماشومان ښودل شوي.
روغتیايي سرچینو الجزیرې ته ویلي، چې په یادو بریدونو کې د غزې په جنوب خان یونس کې لږ تر لږه ۷۷ فلسطینیان او د غزې په ښار کې بیا لږ تر لږه ۲۰ فلسطینیان شهیدان شوي.
سربېره پر دې اسرائیلو دیرالبلاح او رفح کې هم ځینې سیمې په نښه کړې دي.
حماس اسلامي غورځنګ د یادو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د اسرائیلو بریدونه د جنوري د ۱۹مې پيل شوي اوربند یو طرفه لغوه کول ګڼي.
حماس په یوه بیانیه کې ویلي: “نتانیاهو او افراطي حکومت یې پرېکړه کوي، چې اوربند لغوه او په غزه کې بندیان له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي.”
دوی په عربي او اسلامي نړۍ او د نړۍ په ټولو خپلواکو خلکو غږ کړی، تر څو د اسرائیلي رژیم د دې جنایت پر وړاندې خپل غږ پورته کړي.
له بل لوري د فلسطین اسلامي جهادي غورځنګ ویلي، چې اسرائیلي یرغلګر په قصدي ډول اوربند ته د رسېدو هڅې له خنډ سره مخ کوي.
یاد بریدونه داسې مهال کېږي، چې لا هم د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند هوکړې خبرې اترې کومې پایلې ته نه دي رسېدلې.
غزه کې د مارچ په لومړۍ نېټه د اوربند لومړی پړاو پای ته ورسېد او مذاکره کوونکو په تېرو درېیو اونیو کې د دویم پړاو پلي کولو هڅه کوله، خو دې خبرو کوم پرمختګ نه دی کړی.
د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پيل راهیسې ۴۸ زره او ۵۷۷ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۲ زره او ۴۱ نور ټپیان شوي دي.
د غزې د دولتي رسنیو مرکز بیا د شهیدانو شمېر له ۶۱ زره او ۷۰۰ ډېر اټکل کړی او ویلي یې دي، داسې انګېرل کېږي چې تر ویجاړیو او خاورو لاندې ورک زرګونه فلسطینیان هم شهیدان دي.