د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص او ورسره تخنیکي ټیم د غیر امارتي موسساتو له مسولینو او استازو سره د همغږۍ ځانګړې غونډه کړې.
دا غونډه چې د اکبر موسسې په کوربتوب جوړه شوې وه، موخه یې د چاپېریالي ساتنې په برخه کې د ګډې همکارۍ پیاوړتیا وه.
په دې غونډه کې د افغانستان د طبیعي شتمنیو د خوندیتوب، د ځنګلونو او اوبو د سرچینو د ساتنې او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د ګډو همکاریو پر اړتیا خبرې شوې دي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس ویلي، غیر امارتي موسسات د چاپېریالي ستونزو د حل په موخه اساسي رول لري او د دوی همکاري د پایدارو حللارو لپاره مهمه ده.
نوموړي زیاته کړې؛ موږ هڅه کوو، چې د امارتي ادارو، خصوصي سکټور او غیر امارتي موسساتو تر منځ یو قوي میکانیزم رامنځته کړو، تر څو د چاپېریال ساتنې ملي ستراتېژۍ په پلي کېدو کې ښې پایلې ترلاسه کړو.
ښاغلي خالص ټينګار کړی، چې دا هېواد د ټولو مشترک کور دی او باید په جوړونه او ابادۍ کې یې هم ټول په ګډه ونډه واخلو.
نوموړي د موسساتو له مسولینو څخه غوښتنه کړې، مخکي له دې چې ډونر ته د پروژو اخیستلو پروپوزلونه وړاندي کړی د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او نورو امارتي ادارو نظریات او وړاندیزونه په پام کې ونیسی، ترڅو په راتلونکي کې له ستونزو سره مخ نشی او پروژې مو په بشپړ موثریت سره تطبیق او عملي شي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي ریيس دغه راز زياته کړې؛ هڅه يې را پیل کړې ترڅو نړیوال قانع کړي چې چاپېریالي او د اقلیم بدلون اړوند مسایل سیاسي نه بلکې یوه بشري موضوع ده او مشترکو نړیوالو اقداماتو ته اړتیا لري، چې له نېکه مرغه په نړۍوالو غونډو کې د افغانستان حکومت د استازو ګډون او په دې وروستيو کې د اقلیمي بدلون اړوند پروژو له تعلیق څخه ايستل يې د پرمختګ او لاسته راوړنو په توګه يادولی شو.
مولوي مطیع الحق خالص څرګنده کړې، دا مهال په ټول هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ شوی دی موسسات کولی شي چې په پوره ډاډ او اطمینان سره پروژې پلي او عملي کړي.
په غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پلان او پروګرامونو رییس فيض الله امين، د اقلیمي بدلون رییس انجنیر روح الله امین او د نورو برخو مسولینو د ادارې د دندو او لومړیتوبونو په اړه معلومات وړاندي کړي او د موسساتو څخه یې د کارونو او فعاليتونو د غوره اجرا په برخه کې د لازمي همغږۍ او همکارۍ غوښتنه کړې.
د غیر امارتي موسساتو استازو د خپلو فعالیتونو په تړاو خبري وکړې نوموړو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له مشرتابه غوښتي، چې د ستونزو په حل او د تخنیکي همکاریو په زیاتوالي کې له دوی سره همکاري وکړي.
د غونډې په وروستۍ ارزونه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د ټولو په توافق پرېکړه وکړه، چې د غیر امارتي موسساتو او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ترمنځ یوه دایمي همغږي رامنځته شي، چې د چاپېریالي پروژو د تطبیق، د پالیسو د اجرا او د تمویل د سرچینو د تنظیم لپاره ګډ کار ترسره شي.