د کب ۲۷مه په هېواد کې د خبریال ملي ورځ ده.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت په دې مناسبت د خبریالانو د ملاتړ او ستونزو ته د رسېدنې ډاډ ورکوي، د خبریالانو لپاره بل ښه خبر دا دی چې د مسولینو په وینا، د خبریالانو د مالي صندوق پر میکانېزم کار دوام لري.
د دې وزارت ویاند خبیب غفران له خبریالانو غوښتنه کړې، چې د اسلامي امارت پالیسي ته په پام خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
له بلې خوا د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنه اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي په موخه د امارتي ادارو د ویاندویانو لپاره د روزنیزو پروګرامونو جوړول ګټور بولي او وايي اوس په هېواد کې ۴۷۰ انځوریزي، غږیزي او چاپي رسنۍ فعالیت لري.
په همدې حال کې یو شمیر خبریالان له اسلامي امارت څخه غواړي، چې د پروپاګند او ناسمو خبرونو د مخنیوي په موخه دې اطلاعات په خپل وخت له خبریالانو سره شریک کړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت همدارنګه وایي، چې په هېواد کې د رسنیو وضعیت د ښه والي په حال کې دی او دا خپله په هېواد کې له خبریالانو او رسنیو څخه د اسلامي امارت د ملاتړ ښکارندويي کوي.